امنیت

دوه ماين ښخوونکي طالبان په قندهارکې ونيول شول

کابل/ دلړم ٢٢مه/باختر
دوه ماين ښخوونکي طالبان په قندهارکې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول
دغو وسله والو طالبانو پرون ناوخته کله يې چې غوښتل د شاولي کوټ ولسوالۍ په عمومي سړک کې ماين ښخ کړي؛ ماين وچاودېد او دواړه يې ووژل.
د قندهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په چاودنه کې دوه ماين ښخوونکي طالبان وژل شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي: ماين له ښخولو مخکې د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په سړک کې وچاودېد او دواړه ماين ښخوونکي ووژل شول.
په چاودنه کې يو پلګوټى هم ويجاړ شوى دى.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې پوليسو د قندهار له ګڼ مېشتو لارو څخه د١١ ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
وسله وال طالبان د دغو ماين ښخونوعاملين بلل شوي دي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته