امنیت

دوه ماين ښخوونکي طالبان د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول

٩- کابل /د لړم ٣٠مه /باختر
دوه ماين ښخوونکي طالبان نن سهار په هلمند کې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول .
دغو طالبانو غوښتل د ميوند ولسوالۍ په يوسړک ماين ښخ کړى چې ماين وچاوديد او دواړه يې ووژل.
د هېواد په جنوب لويديځ کې د ميوند قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره دغه پېښه تاييد کړه .
د دغه قول اردو په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دغو وسله والوطالبانو غوښټل د دغه ماين په ښخولوسره د مسافرانو او پوځيانو د سپرلۍ پرکاروانونو بريد وکړي خو ماين د دوى په لاسونو کې وچاوديد.
وسله والوطالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته