دوه ماينونه کشف شول
کابل باختر د وري دمياشتې ٤ :
د غبار- ٧ عملياتوپه دوام دوه ماينونه کشف او شنډ کړاى شوي دي.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د غبار_ ٧ په نامه ګډ محاربوي او چاڼيز عمليات چې د نورو امنيتي ځواکونو په ګډون پخوا د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په جنوب او شمالي سيموکې پيل شوي دي؛ په تيرو ٢٤ ساعتوکې د دغو عملياتوپه بهيرکې دوه فشاري ماينونه کشف او شنډکړاى شوي دي.
د غبار_ ٧ عمليات د ډاراچوونکوله شتون څخه د نورو سيمو د پاکولو په مقصد په برياليتوب سره دوام لري.