کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٩
دوه تنه ماشومان په ننګرهار ولايت کې له نيشه يي توکو سره ونيول شول.
دغه ماشومان دننګرهار ولايت په شيرزادو ولسوالۍ کې له ٥٧ کيلوګرامو نيشه يي توکو سره نيول شوي دي.
دننګرهار دوالي وياند عطا الله خوږياڼي باختر آژانس ته خبر ورکړ : دغه ماشومان دنيشه يي توکو انډي په مهارت سر ه په يوه ګړندي موټر کې ځاى پرځاى کړي وو .
يوه اړونده خبرځاى وويل : ددغو ماشومانو دسپرلۍ په موټر کې ٥٧ کيلوګرامه نيشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې : شپږ تنه په ننګرهار ولايت کې دپرچون په ډول دنيشه يي توکو دپلورنې په تور ونيول شول.
دغه کسان په تيرو ٢٤ ساعتو کې دپوليسو له خوا ددغه ختيځ ولايت په ځينو سيمو کې نيول شوي دي .
ديوبل خبرله مخې : شپاړلس تنه نور دبيلابيلو جرمونو په تور په ننګرهار ولايت کې نيول شوي دي.
پوليس وايي: دغه کسان په تيرو ٢٤ ساعتو کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې دغلا، وژنې ، شوکماري او د دولتي ځمکو دغصب په تور نيول شوي دي.
1 1 دقیقه لوستل