دوه غير مسوول وسله وال کسان په پلخ کې ووژل شول
کا بل /د مرغومي ١٨مه /باختر
دوه غير مسوول وسله وال کسان نن له غرمې مخکې د بلخ مارمل په ولسوالۍ کې ووژل شول .
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل باختراژانس ته وويل چې دغه دوه تنه غير مسوول وسله وال کسان د بلخ ولايت په مارمل ولسوالۍ کې د غير مسوول وسله وال قوماندان حاجي غوث افراد و، چې د دغه قوماندان پرمرکز د ٨٨٨ قطعې د ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
عادل زياته کړه چې پوليسو په دغو عملياتوکې د حاجي غوث پنځه تنه نور افراد له يوزيات شمېرجنګي وسايلو سره ونيول .
ختم_ ج _ا