کابل/ د مرغومي٤مه / باختر
دوه وسله وال طالبان پرون مازيګر له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
د ٢٠٩شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل؛ دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د نهرشاهي ولسوالۍ د ترکمنيه په څلورلاره کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
رضايي زياته کړه په دې نښته کې ٣ نوروسله وال طالبان ټپيان شول .
پاى \ ذ