کابل/ د ليندۍ دمياشتې ٨ مه / باختر : دوه وسله وال طالبان تيره شپه په بغلان کې د سيمه ييزو پوليسو له خوا ووژل شول. د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمدجاويد بشارت باختراژانس ته وويل . دغو دوو وسله والو طالبانو غوښتل د مرکزي بغلان ولسوالۍ د زاړه ښارپه سيمه کې د يو کمين په ترسره کولو سره په سيمه ييزو پوليسو بريد وکړي چې دسيمه ييزو پوليسو له لورې دمرکزي بغلان دقندهار قشلاق په کلي کې ووژل شول . هغه زياته کړه د دغو جګړه مارو طالبانو مړي له جنګي وسايلو او يو موټرسايکل سره دپوليسو لاسته ورغلي دي. پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ