دوه سوه کيلوګرامه نشه يي توکي په غزني کې له منځه يوړل شول
غزني/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ١٠ مه په غزني ولايت کې پرون ٢٠٠ کيلوکرامه نشه يي توکي کشف او له منځه يوړل شول . د باختر آژانس د خبرله مخې: دغزني د امنيې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پوځيانو د غزني ولايت په ده يک ولسوالۍ کې د عملياتو په ترڅ کې ٢٠٠ کيلو ګرامه نشه يي توکو کشف او له منځه وړلي دي. د يو بل خبر له مخې: د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د امنيتي منسوبينو په عملياتو کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه تنه نور يې نيول شوي دي. پاى ذکرالله