دوه سوه پنځو سو تنو د تيلو او ګاز دتخنيکم له انستيتوت څخه دفراغت سندونه ترلاسه کړل.
کابل- باختر د مرغومي شپږمه:
دوه سوه پنځوسو تنو پرون دمزارشريف دتيلو او ګاز دتخنيکم له انستيتوت څخه دفراغت سندونه ترلاسه کړل.
دمزارشريف د تيلو او ګاز د تخنيکم مرستيال ديپلوم انجينير محمد ياسين باختر آژانس ته وويل : د دوه څلويښتو تنو ښځو په ګډون، دوه سوه پنځوسو تنو د جيولوژي ، د تيلو او ګاز د پلټنې ، سمبالولو ، چاڼولو او د تيلو او ګاز له څاګانو څخه دګټې اخيستنې ، د جامدو ګټو او کاڼونو د رايستلو او دکيمياوي تکنالوژى په څانګو کې د دووکلونو لپاره زده کړې کړي دي.
ويل کيږي چې دغه انستيتوت په ١٣٥٠ کال کې په بلخ ولايت کې جوړ شوى دى او ترلاسه پورې يې شپږ ديرش دورې فارغان ټولنې ته وړاندې کړى دى.