_ روم نړيوالې خبري منابع باخترد لړم د مياشتې ١٤ :
د ليبيا په سواحلوکې د مديترانې په سمندرګي کې د دوو بيړيو د چپه کيدوله امله ٢٤٩ تنه پناه غوښتوونکي ووژل شول.
د ايرنا د خبري سايټ د خبرله مخې:
په دې ناتارکې د ٢٧٨ تنو پناه غوښتوونکو له جملې څخه چې په دوو بيړيوکې ايټاليا ته د رسيدو په لټه کې وو، ٢٩ تنه يې ژغورل شوي او د لامپه دوزا ټاپو ته رسيدلي دي.
د لامپه دوزا د ټاپو ښاروال نيکوليني له پناه غوښتوونکو سره له کتنې وروسته د کرونوس خبري آژانس ته وويل چې دغه پناه غوښتوونکي د خپل سفر په بهيرکې زياتې ستونزې ګاللې دي.
ده زياته کړه چې ٢٧٨ تنه پناه غوښتوونکي په وروستيو ورځوکې د طرابلس له بندرڅخه روان شوي وو.
1 1 دقیقه لوستل