دوه سوه نهه طالبان ووژل شول

کابل / د چنګاښ ٢مه / باختر

د ملي دفاع وزارت وايي په تېرو ٢٤ ساعتو کې  له امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې  د وسله والو طالبانو ٢٠٩ غړي ووژل شول.

په هغې خبرپاڼه کې  چې نن د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر  خپره کړې ويل شوي دي  په دې موده کې د دغې ډلې ١٢٩ نور جګړه ماران ټپيان او د هغوى يو زيات شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

د وسله والو طالبانو دغو جګړه مارانو ته  په لوګر، ننګرهار، قندهار، فراه ، هرات، بلخ، هلمند، کندز، بغلان او کاپيسا ولايتونو کې  له امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي دفاع وزارت دغه راز ويلي دي د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يې ١٥ ډول ډول ماينونه چې وسله والو طالبانو د امنيتي  ځواکونو او ملکيانو د وژلو په موخه ځاى پرځاى کړي و، کشف او شنډ کړاى شوي دي.

ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته