اقتصاد

دوه سوه ديرش ټنه اصلاح شوي تخم په بزګرانو ويشل کيږي

کابل باخترد لړم دمياشتې ٥نيټه : 
د کابل ولايت په بزګرانو د غنمو د ٢٣٠ ټنو اصلاح شوي تخم دويشلو بهيرنن پيل شو.
د کابل د کرنې د ادارې رئيس چې د شکردرې په ولسوالۍ کې د غنمو د اصلاح شوي تخم د ويشلو د بهير څارنه کوله، باختر آژانس ته وويل چې د غنمو ٢٣٠ متريک ټنه اصلاح شوي تخم او ٤٦٠متريک ټنه کيمياوي سره ټاکل شوې ده د کابل ولايت د١٤ ولسواليو په ٤٦٠٠ تنو بزګرانو وويشل شي .
د کابل   د ادارې رئيس عمرجان منګل دغه راز وويل چې د اصلاح شوي تخم او د کيمياوي سرې د ويشلو بهير له شکردرې ولسوالۍ څخه پيل شوی دى.
دى وايي چې د غنمو برابر شوي تخم له لوړکيفيت څخه برخمن دى او په هر بزګر د  ١٩٧٦ افغانيو په بدل کې دوه بورۍ کيمياوي سره او د غنمو يوه بورۍ اصلا شوي تخم ويشل کيږي.
ده وويل چې له اصلاح شوي تخم او له کيمياوي سرې څخه په استفادې سره به په کابل کې په راتلوونکي کال کې د غنمو د حلاصلاتو کچه لوړه شي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته