دوه سوه تنو سيمه ييزو پوليسو زده کړه وکړه

پروان– باختر دسلواغى درې ويشتمه :
دلغمان ولايت دوه سوه تنو سيمه ييزو پوليسو دپروان ولايت دپوليسو په تعليمي مرکز کې له مسلکى زده کړى وروسته دفراغت سندونه ترلاسه کړل.
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ درسنيو مسوول سمونيار عبدالمنان کوهستاني باختر آژانس ته وويل : په هغو مراسمو کې چې له همدې امله پرځاى شوي وو دپروان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ ،د پروان ولايت مرستيال شاه ولي شاهد ، دکورنيو چارو وزارت دښوونې او روزنې دلوى قوماندانۍ مرستيال او نورو مسوولينو خبري وکړې او له فارغانو څخه يې وغوښتل هغه څه يې چې په دغه مرکز يې زده کړي دي دقانون له مخې دامنيت دتامينولو لپاره په ټولنه کې عملي کړى .
ويل کېږي دپروان ولايت دپوليسو په تعليمي مرکز کې د ديارلسو ولايتونو پوليس زده کړه کوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته