امنیت

دوه سوه تنه وسله وال مخالفين په جوزجان کې دسولې له بهير سره يوځاى شول .

کابل باختر د مرغومي نهمه :
دمولوي نعمت الله  په قوماندانۍ دوه سوه تنه وسله وال مخالفين  دجمهوري رياست دلومړي مرستيال سترجنرال عبدالرشيد دوستم له لارې په جوزجان  ولايت کې دسولې له بهير سر ه يوځاى شول .
اتياتنه وسله وال  مخالفين پرون  ددرز اب  ولسوالۍ دسردرې  په سيمه کې دجنرال دوستم  په وړاندې دسولې له بهير سره  يوځاى شول  . امنيتي مقامات وايي چې يوسلو شل تنه  هم په همدې ځاى کې نن دسولې له بهير سره يوځاى شول .
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان جنرال فقير محمد جوزجاني دباختراژانس خبريال ته وويل چې دمولوي نعمت الله  په مشري له دولت سره يوځاى شويو کسانو سل ميله  ډول ډول وسله چې کلاشينکوفونه ، پيکا او توغندي پکې دي هم دولت  ته وسپارله .
دجوزجاني دڅرګندونو له مخې ، ددغې دوه سوه  کسيزې  ډلې سرګروپ  نعمت الله پخوا دوسله والو مخالفينو له خوا په جوزجان کې دوالي او دمحکمې درييس  او اوس دطالبانو دپوځي شورا درييس په توګه کار کاوه او زياته يې کړه چې اوس دجوزجان  ولايت دملي امنيت  رييس په درز اب ولسوالۍ کې دى  او له دولت سره ديوځاى شويو کسانو دوسلو په ترلاسه کولو بوخت دى .
دجوزجان دسولې دشورا رييس مولوي محمد اکرم وايي چې له دولت سره دطالبانو ددغه قوماندان پيوستون  به دفارياب او سرپل دولايتونو په امنيت باندې هم اغيزه ولري .
ده وويل قوماندان نعمت الله  ژمنه وکړه چې دطالبانو  له نورو ډلو سره هم اړيکې نيسي چې له جګړې څخه  لاس واخلي او دسولې له بهيرسره يوځاى شي .
  دجوزجان  دسولې  دشورا رييس زياته کړه چې دوى له خپلو مقرراتو  سره سم له دولت سره دغو يوځاى شويو کسانو ته شپږ مياشتنۍ معاش ورکوي او دکارزمينه ورته برابروي او په نږدې راتلوونکي  کې به دبيا رغونې  د مهمې پروژې  په توګه ددرزاب  _ شبرغان  دڅلويښتوکيلومترو سړک دپخولو پروګرام ترلاس لاندې ونيسي .  دغه راز جنرال  عبدالرشيد دوستم له دولت سره ددغو دوه سوه تنو دپيوستون  هرکلي  وکړ او ويې ويل چې دجمهور رييس محمد اشرف غني له لارښوونې سره سم يې په هغو مراسمو کې چې په همدې مقصد په درز اب ولسوالۍ کې پرځاى شوي و ګډون وکړ او داکار يې دهيواد په شمال کې دسولې دتينګښت لپاره پيل وباله .  ديادونې وړ ده چې دسولې دپروګرام له پيل څخه تراوسه پورې نږدې شپږ سوه تنه وسله وال مخالفين په جوزجان کې دسولې له بهيرسره يوځاى شوي دي.   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته