امنیت

دوه سوه اووه ويشت کيلوګرامه نشه يي توکي د زابل ولايت دپوليسو لاسته ورغلل.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
په زابل ولايت کې پوليسو پرون دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په  تور  ونيول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ   :
نيول شويو کسانو غوښتل چې دوه سوه اووه ويشت کيلوګرامه نشه يي توکي په يو
موټر کې د زابل ولايت له مرکز  قلات ښار له دغه ولايت څخه بهرته قاچاق کړي
چې د زابل ولايت دپوليسو دموظفينو له خوا  ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته