امنیت

دوه ديرش تنه تروريست طالبان ووژل شول

کابل باختر دوري دمياشتې ١٨ : دملي دفاع وزارت يوه خبري سرچينه وايي: دوه ديرش تنه وسله وال طالبان د هېواد په بېلابېلو سيموکې د ملي اردو په چاڼيزوعملياتوکې ووژل شول. دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي: دملي اردوځواکونو د امنيت د تامينولو او د وسله والوطالبانوله شتون څخه دسيمو دپاکولوپه مقصد دهلمند، زابل، فارياب، لوگر د ولايتونو او د کابل ولايت دسروبي ولسوالۍ په مربوطاتوکې يولړ چاڼيزعمليات ترسره کړل چې له امله دوه ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول، څلرويشت تنه وسله وال طالبان ټپيان او يوه اندازه وسلې او مهمات، پوځي تجهيزات او د وسايطو ضد دوه ماينونه کشف اوشنډکړاى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته