امنیت

دوه تنه ډار اچوونکي په فراه ولايت کې ونيول شول .

/ کابل باختر د زمري اووه ويشتمه :
دملي امنيت دځواکونو له خوا په فراه ولايت کې پرون دوه تنه ډار اچوونکي ونيول شول .
دملي امنيت درياست يوه اړونده خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه کسان چې په فراه ښار کې په يوه پټنځي کې دډار اچوونکو پروګرامونو په طرحه کولو بوخت وو دملي امنيت دځواکونو له خوا ونيول شول .
خبرځاى زياته کړه: دغه کسان دزياتو پوښتنو لپاره  ملي امنيت رياست ته وليږدول شول . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته