دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او لس تنه ونيول شول .
کابل باختر دوږي پنځه ويشتمه :
١٠ تنه ډار اچوونکي په ننګرهار ولايت کې دځانګړو عملياتوپه بهير کې ونيول شول .
په دغو عملياتو کې دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او څو تنه نور يې ټپيان شول .جګړه تيره شپه هغه وخت ونښته چې پوځيانوغوښتل چې د قهر سيلاب دعملياتو په دويم پړاو کې د جلال اباد _ تورخم دلويې لارې په تګلوري کې دبټي کوټ ولسوالۍ يوشمير کلي تلاشي کړي .
دننګرهار ولايت درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د ٢٤ ساعتونوپه بهير کې چې دقهر سيلاب دعملياتو د دويم پړاو له پيل څخه تيريږي ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې لس تنه ډار اچوونکي ونيول شول او دوه تنه نور يې ووژل شول .
خبرپاڼه زياتوي چې پوځيانو په دغو عملياتو کې څو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک کړي دي .
ختم_ ج _ اکرم