کابل باخترد لړم د مياشتې ١٦ :
د زابل ولايت په مربوطاتو کې تيره شپه د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې دوه تنه ډاراچوونکي ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي ؛ دغه عمليات د اتل په نامه د زابل ولايت دشاجوى او شمولزو د ولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او د وسايطو ضد يوولس ماينونه کشف اوشنډکړاى شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ