امنیت

دوه تنه ځانمرګي يرغلګر دکابل ښار د دريمې کارتې په ساحه کې ووژل شول .

کابل – باختر – دتلې دمياشتې ١٧

امنيتي ځواکونو تيره شپه  دوه تنه ځانمرګي يرغلګر دکابل ښار د دريمې ناحيې په مربوطاتو کې له پښو  وغورځول.

دباختر آژانس دخبرله مخې :  دغه دوه تنه تيره شپه  دکابل ښار د دريمې کارتې په ساحه کې يوه رستورانت ته  څيرمه هغه وخت له پښو  وغورځول شول چې غوښتل يې په ځان کې ځاى پرځاى شوي  چاوديدونکي توکي په  دغه رستوانت کې وچوي.

يوه امنيتي خبرځاى  وويل: د ملي امنيت موظفينو مخکې له دې چې ځانمرګي يرغلګر په عمل لاس  پورې کړي ، هغوى يې له  پښو  وغورځول .

دغه پيښه په داسې وخت کې رامنځته کيږي چې د ملي امنيت موظفينو  دحقاني دشبکې پنځه تنه غړي چې د خلکو د وژنې د بمونو د چولو او دځانمرګو بريدونو لارې چارې يې  دپاکستان په ميرامشاه کې زده کړې وې ، په کابل ښارکې ونيول

دغو پنځو تنو د ملي دفاع  وزارت په تاسيساتو د بريدونو  نيت درلود.

دغه راز په  دې وروستيو وختو کې د حقاني د شبکې په دوو تنو نورو غړو دامنيتي ځواکونو له  خوا هغه وخت دکابل ښار د هودخيلو په ساحه کې بريدو وشو او وځپل شول چې غوښتل يې دپوليسو يوه  روزنيز مرکز ته  څيرمه په  ځانمرګي  بريد لاس

پورې کړي .  دغه دوه تنه هم له پاکستان څخه افغانستان ته  استول شوي  وو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته