دوه تنه ځانمرګي بريدکوونکي د فارياب په ميمنې ښارکې له بريدمخکې ونيول شول
کابل – باختر د تلې د مياشتې ٢٨
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو پرون د يو لړ اوپراتيفي عملياتو په بهيرکې چې د هيواد په دريو ولايتونوکې ترسره شول؛ دوه تنه ځانمرګي يرغلګر له دريو تروريستانو او د نشه يي توکو له دوو قاچاق وړونکو سره ونيول .
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دملي امنيت لوى رياست د تروريستي ضد پروګرامونو په دوام د ځانګړو عملياتو په بهيرکې دوه تنه ځانمرګي يرغلګر چې غوښتل يې د فارياب ولايت د ميمنې په ښارکې بريدونه ترسره کړي؛ له يوه ځانمرګي واسکټ سره د ميمنې په ښارکې ونيول.
دغه راز د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو په يوبل اقدام کې درې تنه تروريستان د بلخ ولايت په مرکز مزاشريف ښار او د نهرشاهي ولسوالۍ په مربوطاتو کې چې په تروريستي او ورانکارو فعاليتونو بوخت وو؛ ونيول .
د يوبل خبرله مخې : د ملي امنيت دلوى رياست موظفينو دن شه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي له يو ويشتو کيلوګرامو اپينو سره د تالقانو په ښار کې ونيول.