دوه تنه پوليسان په غزني کې د بډو اخيستنې په تور ونيول شول .
کابل باختر دوري دولسمه :
دوه تنه پوليسان پرون په غزني ولايت کې د بډې اخيستنې په تور ونيول شول .
د غزني ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان د باختراژانس خبريال ته وويل چې دغه دوه تنه پوليسان له هغه وروسته د غزني له جنايي جرمونوسره د مبارزې د پوليسو له خوا ونيول شول چې د پکتيکا _ غزني په لويه لاره کې يې د پيسو د نه ورکولو په خاطر يو موټرچلوونکى ټپي کړ .
د غزني امنيه قوماندان له خلکو په تېره بيا له موټر چلوونکو وغوښتل څو د دغه شان کسانو په پېژندلو او نيولو کې همکاري وکړي .
ده زياته کړه چې يو هيئت موظف شوى دى تر څو د دغه شان افرادو او اشخاصو چې په لويو لارو کې د خلکو او موټر چلوونکو د ځورونې سبب کېږي ، ونيسي .
داپه داسې حال کې ده چې په وار وار سره موټر چلوونکو په دغه تګلوري کې د بډې اخيستنې او د امنيت دنه شتون له امله شکايت درلود. ختم _ سعيده _ اکرم