امنیت

دوه تنه پوليسان شهيدان شول

کابل باختر د کب  څليرويشتمه :
دوه تنه پوليسان نن دميدان وردګو ولايت په يوه واټ کې د ښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله شهيدان او درې تنه نور يې ټپيان شول .
دميدان وردګو ولايت امنيه قوماندان احمد فهيم قايم دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دپوليسو دسپرلۍ موټر چې دغزني له ولايت څخه دميدان وردګو ولايت ته روان و؛ ددغه ولايت دسيدآباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې په سړک کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت او دهغه دچاودنې له امله دوه تنه پوليسان شهيدان او درې تنه نور يې ټپيان شول .
دده دڅرګندونوله مخې: دپيښې ټپيان دميدان ښار ملکي روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته