دوه تنه پوليسان شهيدان او پنځه تنه نور يې ټپيان شول

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٦
وسله والو يرغلګرو نن غرمه په هرات ولايت کې په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ چې له امله يې دوه تنه پوليسان شهيدان او پنځه تنه نور يې ټپيان شول.
يوه امنيتي خبرځاى چې د نامه له ښودلو څخه يې ډډه وکړه؛ د باختر آژانس خبريال ته وويل: څو تنو وسله وال موټر سايکل سپرو يرغلګر په دغه بريدکې له امنيتي ځواکونو سره جګړه وکړه او په پوليسو له ډزو وروسته له سيمې څخه وتښتيدل.
په دې بريدکې دوه تنه پوليسان شهيدان او پنځه تنه نور ټپيان شول.
ويل کيږي دغه بريد د هرات ښار د ليلامي پلورنې په واټ چې د امنيې قوماندانۍ ودانۍ ته څېرمه موقعيت لري؛ ترسره شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته