دوه تنه په کاناډا کې ونيول شول .

اوتاوا _ باختر دثور دريمه :
دکاناډا پوليسو پرون په يوه مسافر وړونکي اورګاډى  دتروريستي بريد توطيې  په تور ددوو تنو دنيولو  خبر ورکړ .
ديرش کلن شهيب الصغير  اوپنځه ديرش کلن  رائد جاسر چې دکاناډا په مونترال او تورنتو ښارونوکې ژوند کوي غوښتل چې مسافر وړونکي اورګاډى له تګ لوري څخه بې لاري کړي خو سپرليو ته هيڅ راز زيان نه دى اوښتى .
دپوليسو دڅرګندونوله مخې،  داپه کاناډا کې دالقاعده لومړنى پلان شوى بريد دى .
دکاناډا  ددولت ديوه جګپوړي  مامور دڅرګندونو له مخې، دغو دوو تنو په ايران کې دالقاعده  دمشرتابه په لارښوونه په دې کار لاس پورې کاوه .
دپوليسو دڅرګندونوله مخې، دغه دوه تنه  دکاناډا اتباع نه دي .
دامريکا دمتحده ايالاتو  دعدليې وزارت ديو مامور دڅرګندونو له مخې، په تورنتو کې په مسافر وړونکو اورګاډو ددغو دوو مشکوکو کسانو دبريد طرحې دامريکا دبوستون ښار دماراتون دځغاستې په سيالۍ کې  دتيرې اوونۍ  له بمي بريد سره اړيکي  نه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته