دوه تنه په کابل کې د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول شول
کابل /د غبرګولې ١٣مه /باختر
پوليسو نن دوه تنه د کابل په پلچرخي بازار کې د نشه يي توکود قاچاقو په تور ونيول.
د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز د باختر اژانس خبريال ته وويل: د پوليسوپه اوپراتيفي عملياتوکې دوه تنه د ٣٧ کيلوګرامو چرسو د قاچاقو په اړوند د کابل ښار د ٢١ ناحيې د پلچرخي په بازار کې ونيول شول.
ختم-شکريه _ اکرم