کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر
د ځانګړو قطعاتو ځواکونو يو تن تېره شپه د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په اړوند دکابل له بګراميو څخه ونيو.
د کورنيو چارو وزارت د وياند دفتر سرپرست نصرت رحيمي باختر آژانس ته وويل: دپوليسو د ځانګړو قطعاتو وځواکونو په عملياتوکې يو تن د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په شک د کابل د بګراميو ولسوالۍ له مربوطاتو څخه ونيول شو.
د يو بل خبرله مخې:
د کاپيسا د مرکز په نوآباد ساحه کې د دغو ځواکونو په ورته عملياتوکې يو تن د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو او له طالبانو سره دهمکارۍ په شک ونيول شو.
له نيول شويو کسانو څخه وسلې او د وسايط ضد ماينونه هم ترلاسه شوي دي.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ