امنیت

دوه تنه په چاريکارو ښارکې ونيول شول

چاريکار باختر دوږي دمياشتې ٢٥  نيټه  :
دوه تنه د پنځه کيلوګرامو نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند د پروان ولايت د پوليسو له خوا ونيول شول.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمدعالم باختر آژانس ته وويل: دغه دوه تنه د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د پوليسو په عملياتوکې په داسې حال کې د چاريکارو په ښارکې ونيول شول چې پنځه کيلوګرامه نشه يي توکي يې له شمالي ولايتونوڅخه کابل ته ليږدول.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته