امنیت

دوه تنه په پروان کې ټپيان شول

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٩

د پروان ولايت په مرکز چاريکارو ښارکې د غير مسوولو وسله والوکسانو ترمنځ د جګړې له امله دوه تنه ټپيان شول .

د پروان د والي وياند وحيد صديقي د دغه خبر په تاييدولو سره د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه نن هغه وخت رامنځته شوه چې غير مسوولو وسله والو کسانو د پوليسو په دريمې امنيتي حوزې پورې اړوند د صادقي په کوڅه کې وسله واله نښته وکړه چې له امله يې دوه تنه ټپيان شول.

ده د دغې پيښې علت شخصي دښمني وبلله او زياته يې کړه چې تر اوسه پورې څوک نه دى نيول شوى او پيښه ترڅيړنې لاندې ده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته