دوه تنه په پروان کې د غلا په تور ونيول شول
کابل /د غويي ٢٨مه /باختر
دوه تنه نن د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې د يوموټر د غلا په تور ونيول شول.
د پروان د پوليسو يو مسوول باختراژانس ته وويل: دغه کسان هغه وخت ونيول شول چې يوکرولا موټر يې د کاپيسا ولايت له مربوطاتو څخه غلا کړي و اوغوښتل يې دغه موټر شمال ته ولېږدوي.
هغه وويل نيول شوي کسان د پروان امنيې قوماندانۍ ته لېږدول شوي دي او له هغوى څخه د پوليسو تحقيقات دوام لري.
ختم-ج-ا