امنیت

دوه تنه په پروان ولايت کې دوژنې په تور ونيول شول .

کابل باختر د غبرګولي نولسمه :
دوه تنه دپروان ولايت دسرخ پارسا ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ دپوليسو له خوا دوژنې په تور ونيول شول .
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر يوه مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل :دپروان ولايت دغوربند درې  دسرخ پارسا ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ  دپوليسو دپرسونل دهڅو اوهاند له امله  دسرخ پارسا  ولسوالۍ انور شاه او حسين شاه په نومونو دوه تنه اصلي اوسيدونکي دوژنې په تور ونيول شول . ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، په دغو کسانو  تور لګول شوى دى  چې دسرخ پارسا ولسوالۍ دوه تنه اوسيدونکي څه مودې مخکې د چړې په ګوزارونو سره وژلې وه .
له نيول شويو کسانوڅخه يوکلاشينکوف او يو فرونر ډوله موټر هم ترلاسه شوي دي
نيول شوي کسان تر پوښتنې لاندې  دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته