دوه تنه په نیمروز کې له نشه یي توکوسره ونیول شول

کابل / د غويي ۲۸ / باختر
د نیمروز پولیسو دوه تنه د ۴۶۰۰ لیتره کیمیاوي توکو د قاچاقوپه شک ونیول.
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول باخترآژانس ته وویل چې د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکوپرخلاف د مبارزې د مدیریت منسوبینو د کیمیاوي توکو یوه ستره انډي چې په یوموټرکې ځای پرخای شوي وو په زرنج ښارکې ضبط کړل.
ویل کېږي ترلاسه شوي توکي د موټرله چلوونکي سره امنیه قوماندانۍ ته وسپارل شول.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته