امنیت

دوه تنه په نیمروزکې ونیول شول

زرنج/ باختر/ د وږي ۱۲ مه
د نیمروز پولیسو دوه تنه د جنګي وسایلو د پلورنې په تور ونیول .
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند ولي احمد صریح باختر آژانس ته وویل چې د خاشرود ولسوالۍ پولیسو د دغې ولسوالۍ اوسیدونکي محمد ظریف او ګل محمد یې د جنګي وسایلو د پلورنې او پیرودنې او له وسله والوطالبانو سره د همکارۍ په تور ونیول .
له نیول شویو کسانو څخه یوه وسله هم ترلاسه شوې ده او د نیمروز له تروریزم سره د مبارزې مدیریت له دغو دوو تنو څخه تحقیقات پیل کړي دي.
ختم/ ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته