امنیت

دوه تنه په نيمروز کې شهيدان شول .

کابل باختر د چنګاښ شپږمه :
دوه تنه پرون دنيمروز ولايت  په خاشرود ولسوالۍ کې دماين دچاودنې له امله شهيدان شول .
  دنيمروز ولايت  دامنيې قوماندانۍ  دمطبوعاتو مرستيال  محمد حسين هاشمي  باختراژانس ته وويل  چې دزرنج _ دلارام  دلويې لارې دمحافظتي ټولي يو قوماندان او دملي اردو يوافسر دخاشرود ولسوالۍ د شش آبه په سيمه کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله شهيدان شول .
  ده زياته کړه: په دې چاودنه کې  ددغه ټولي  دقوماندان يو ساتونکى هم ټپى شوى دى   چې ددرملنې لپاره  دنيمروز روغتون ته ليږدول شوى دى .
  ده زياته کړه:  دغه پيښه  هغه وخت رامنځته شوه چې دغو افسرانو غوښتل  داختر دمبارکۍ په مقصد دپوليسو يوې پوستې ته لاړ شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته