دوه تنه په ننګرهارکې له نشه يي توکوسره ونیول شول

کابل / د چنګاښ ۲۰ / باختر
دوه تنه د قاچاقو په وخت کې په ننګرهارکې وپېژندل او ونیول شول.
دغه کسان پرون نا وخته کله چې غوښتل ۱۳ کیلو ګرامه اپین یوځای ته قاچاق کړي د کوز کونړد ولسوالۍ په مربوطاتوکې د پولیسو له لوري ونیول شول.
د ننګرهارد رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې نیول شویوکسانو دغه توکي په مهارت سره په یوموټرکې ځای پرځای کړي وو.
پولیس وايي چې نیول شویوکسانو په ننګرهار کې په خپل لومړنیوتحقیقاتوکې د نشه يي توکود قاچاقو په څو پېښواعتراف کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته