امنیت

دوه تنه په تخار کې دغلا په تور ونيول شول .

کابل باختر د لړم شپږمه :
دتخار پوليسو دوه تنه دڅلورو غواګانو دغلا په تور ونيول .
  دتالقانو دامنيې قوماندانۍ ددويمې امنيتي حوزې آمر څارمن  عبدالبشير بشارت  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه دوه تنه هغه وخت دپوليسو له خوا ونيول شول  چې  څلور غواګانې يې دتالقانو ښار له مربوطاتو څخه غلا کړې وې او نيت يې درلود چې کندز ته يې وليږدوي .
ده څرګنده کړه دغه کسان دسيمې دخلکو له خوا وپيژندل شول .  دخبر له ترلاسه کولو وروسته له يوه کلاشينکوف سره دپوليسو له خوا ونيول شول .
  ختم_ سعيده _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته