امنیت

دوه تنه په بغلان کې د عمدي وژنې په تور په اعدام محکوم شول

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١١
دبغلان ولايت دوه تنه اوسيدونکي د وژنې په دووپيښوکې مجرم وپيژندل شول او له يوه علني قضايي غونډه کې د اعدام په سزا محکوم شول.
د نهرين ولسوالۍ د ابتداييه محکمې رييس قضاوتمند عبدالمصور باختر آژانس ته وويل: يو مجرم د پلوشې په نامه د يوې نجلۍ په وژلو مجرم وپيژندل شو او د هغه دوه تنه جرمي شريکان د شپاړلس شپاړلس کاله بند په سزا محکوم شول .
دويم سړي د عزيزالرحمن په نامه ديو شخص په وژلو مجرم وپيژندل شو .
د نهرين ولسوال عبدالفتاح هاتف وويل: لومړى مجرم نورګل نوميږي چې له خپلو دوو تنو همکارانو سره څلور مياشتې مخکې دپلوشې په نامه نجلۍ له کابل څخه تښتولې وه او د نهرين ولسوالۍ ته يې له ليږدولو وروسته ووژله.
دويم مجرم ذبيح الله نوميږي چې هغه هم يو بيګناه سړى وژلى و .
دغه راز دشمال ختيځ زون د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون رييس حيات الله اميري د بشر د حقوقو د سرغړيتوب د مخنيوى يواځنۍ لاره په ټولنه کې د عدالت تامينول وباله او هيله يې وکړه چې مجرمين دخپلو عملونو په سزا ورسيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته