کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
دبغلان ولايت پوليسو دوه تنه دنغدو پيسو دغلا په تور ونيول .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مرستيال جاويد بشارت دباختر آژانس خبريال ته وويل :- دامنيې قوماندانۍ پوليسو تيره شپه دوه تنه له هغه وروسته ونيول چې د پلخمري ښار ديوه اوسيدونکي ٧٥ زره افغانۍ نغدي پيسې غلا کړې وې ونيوه .
اړونده خبرځاى وويل :- دغه کسان چې دپوليسو ته څارنې لاندې و هغه وخت ونيول شول چې ټپي شوى و.
بشارت زياته کړه :- له دوى څخه غلا شوې پيسې اخيستلې شوې دي او خاوند ته يې وسپارلې شوې او دغه راز له دوى څخه يوه تومانچه هم ترلاسه شوې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ