کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٧
دوه تنه پاکستاني طالبان نن په غزني ولايت کې د ملي اردو له ځواکونو سره د نښتې په بهيرکې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندرقول اردو د دريمې لوا ويندوى نظيف الله سلطاني د باختر آژانس خبريال ته وويل: د هغې جګړى له امله چې د قره باغ ولسوالۍ په ناني کلي کې ونښته؛ دوه تنه پاکستاني طالبان ووژل شول.
په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
2 د یوې دقیقې څخه لږ