امنیت

دوه تنه ياغي قوماندانان په شمال کې ووژل شول

کابل باختر دوري   يو ويشتمه

  دوه تنه فعال ياغي قوماندانانا دهيواد په شمال کې دعملياتو په بهير کې ووژل شول .

  ايساف باختر اژانس ته د يوي خبرپاڼي په ليږلو سره  ويلي دي دافغان او ائتلاف  دځانګړو عملياتو يو جزوتام دفارياب ولايت په  المار ولسوالۍ  کې دازبکستان دحرکت اسلامي  يو جګپوړي مشر درواني اوونۍ په پيل کې وژلي دي .

 دغه مشر عثماني صاحب  دازبکستان داسلامي غورځنګ له هغو غړو څخه و  چې دافغان   او ائتلاف امنيتي  ځواکونو په ګډ ټيم دياغيانو د بريد دهڅو  له امله په ډزو کې ووژل شو .

 عثماني په افغانستان کې دازبکستان  داسلامي  غورځنګ دپخواني جګپوړي ياغي مخدوم  نصرت له وژل کيدو وروسته چې دافغان ځانګړي جزوتام له خو ا دائتلاف دځواکونوپه ملاتړ دعملياتو په بهير کې دشيرين تګاب  په ولسوالۍ کې  دروان کال دمارچ دمياشتي په ٢٦ نيټه  ترسره شو اوس دمخدوم نصرت  دځاى ناستي په توګه لوړ شوي و

 برسيره پرون امنيتي ځواک   داسانتياو دبرابرولو  يو ياغي له يوبل اضافي ياغي  سره نيولي دي .

  څوکلاشينکوفونه او دماينونو دښخولو  دستګاه ويجاړ کړ .

 دبدخشان ولايت دوردو ج په ولسوالۍ کې دجلا عملياتو په ترڅ کې چې دافغان اودائتلاف دځانګړي جزوتام له خوا طرحه شوي و دطالبانو يومشر شمس الدين له دقيق هوايي بريد څخه  په استفادي سره دشنبې په ورځ ووژل شو .

  شمس الدين  دطالبانو له مشرانوڅخه و چې  دافغان ملي  پوليسو دامنيتي پوستي په چک کې  داپريل ددويمي نيټي  دبريد په ګډون  چي دري پوليس شهيدان او  ١١ تنه نيول شوي و  دياغيانو   په څو وروستيو بريدونوکې  رول  درلود دتير دسامبر  په مياشت کې ده داق شيره په کلي  يو بريدچې څلور تنه افغان پوليسان پکي شهيدان شول رول درلود

 شمس الدين دغه راز په دې سيمه کې  دماين ايښودلو دڅو بريدونو او دافغان ځواکونو په وړاندې دځانمرګو بريدونو مسوول و  

 سيمې ته څيرمه دهيڅ ملکي وګړي  له شتون څخه له ډاډ وروسته امنيتي ځواکونو  دهوايي بريد غوښتنه وکړه له هوايي  بريد څخه وروسته دسيمې څيړنې وښودله چې هيڅ ملکي وګړي ته زيان نه دي اوښتي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته