دوه تنه وسله وال مخالفين په هلمندکې ووژل شول

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٢٧ :
دوه تنه وسله وال مخالفين دهلمند ولايت په  مربوطاتوکې دعقاب په نامه عملياتو کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات نن دهلمند ولايت د ناوې او ګرشک د ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره شول  چې له امله يې دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او يوبل مخالف ټپي شو.
ويل کيږي چې د دغو عملياتو په بهيرکې د دښمن د وسايطو ضد يوولس ماينونه کشف او شنډکړى شوي دي او دوه ايکم مخابرې، د درندو اوسپکو وسلويوه اندازه مهمات، يو موټر سايکل اويو موټر ترلاسه شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته