دوه تنه وسله وال طالبان په وردګو کې ووژل شول
کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢١
په ميدان وردګو ولايت کې ديوې وسله والې نښتې په بهير کې دوه تنه طالبان ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول .
دميدان وردګو دوالي ويندوى عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل :
په دې جګړه کې چې تيره شپه د چک ولسوالۍ دبمبايي، خيرخانې او د مراد په سيمو کې ونښته دنجيب په نامه د طالبانو د ډلې ديو قوماندان په ګډون دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د قوماندان په ګډون شپږ تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
خوږياڼي زياته کړه ددغې نښتې په بهير کې څه ناڅه شپږ سوه کيلوګرامه چاوديدونکې توکې هم کشف او له منځه يوړل شول .
خبرځاى وويل ، ددغې نښتې په بهير کې يوه زياته اندازه وسلې او مهمات هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.