دوه تنه وسله وال طالبان په نيمروز کې ونيول شول .
کابل باختر دوږي لومړي :
دوه تنه وسله وال طالبان دپوليسو دځواکونو له خوا دنيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې ونيول شول .
دخاشرود ولسوالۍ هاشم نورزى دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه دوه تنه وسله وال طالبان ددغې ولسوالۍ په يوه اړونده ساحه کې ديولړ تروريستي پروګرامونو په طرحه کولو بوخت و ، چې دپوليسو له خوا ونيول شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل له نيول شويو کسانو څخه دوه کلاشينکوفونه هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې ، دپوليسو ځواکونو دنيمروز ولايت د کنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ديوې ډار اچوونکې پيښې مخه ونيوله .
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند ابراهيم منور دباختراژانس خبريال ته وويل وسله والو طالبانو دوسايطو ضد درې ماينونه دکنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځاى پرځاى کړي و چې دغه ماينونه دپوليسو له خوا کشف او شنډ کړى شول . يوه اړونده خبرځاى وويل چې پوليسو ددغو پيښو دعاملينو دنيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .