امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان په ميدان وردګوکې ووژل شول

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٤
دوه تنه وسله وال طالبان پرون د ميدان وردګو په ولايت کې د ملي دفاع وزارت دکوماندو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
د ملي دفاع د وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر دباختر آژانس خبريال ته وويل: د ملي دفاع وزارت د کوماندو ځواکونو د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ د خارک کلي په مربوطاتوکې د ډار اچوونکو د ځپلو په خاطرځانګړي عمليات ترسره کړل چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوه اندازه وسله، مهمات او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې: د ميدان وردګو ولايت د دايمير داد ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې يو وسله وال طالب ووژل شو او يوبل طالب ټپي شو .
په دغو عملياتوکې يوه اندازه جنګي وسايل او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته