دوه تنه وسله وال طالبان په مرکزي بغلان کې ووژل شول
کابل باختر دتلې دمياشتې ١٩ :
دوه تنه وسله وال طالبان تيره شپه په بغلان ولايت کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول .
دمرکزي بغلان امنيه قوماندان سمونوال قدرت الله اخلاق دباخترآ ژانس خبريال ته وويل : وسله والو طالبانو دمرکزي بغلان دقره برق په ساحه کې په امنيتي پوستې بريد وکړ چې دامنيتي ځواکونو دمقاومت له امله دوه تنه وسله وال طالبان وو ژل شول ، دوه تنه ټپيان او نور طالبان له ساحې څخه وتښتيدل.
ويل کيږي چې دنښتې په بهيرکې يو پوليس برسيرن ټپي شوى دى اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .