کابل – باختر د کب دمياشتې ٨
دوه تنه وسله وال طالبان تيره شپه په لوګر ولايت کې دافغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه عمليات د ١٢-صفر قطعې دځواکونو له خوا چې له کابل څخه لوګر ولايت ته تللي وو دمحمد آغې ولسوالۍ پورې اړوند زرغون ښار د ده منکه په سيمه کې ترسره شول چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور سخت ټپيان شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : د طالبانو اته موټر سايکلونه او يوه اندازه جنګي وسايل دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ويل کيږي په دغو عملياتو کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته دسرزيان نه دى آوښتى.
0 1 دقیقه لوستل