امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل باختر  دجوزاد مياشتې ٤ :
دوه تنه وسله وال طالبان  پرون په قندهارکې د ملي اردو د ځواکونو په ځانګړو چاڼيزو عملياتوکې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دغو عملياتوکې چې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د سيمو دپاکولو په مقصد د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو بل وسله وال طالب ټپي شو.
دغه راز په دغو عملياتوکې د دښمن څلورميله پيکا، دوه کلاشينکوفونه، يو توغندى ويشتوونکى، يوه اندازه جنګي وسايل او پوځي تجهيزات او دوه موټرسايکلونه په عملياتوکې د شاملو ځواکونولاسته ورغلي دي.
ديوبل خبرله مخې :
د ملي اردو دوه تنه پوځيان په واټونوکې د ماينونو دچاودنې په دوو جلاجلا پيښو کې شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته