دوه تنه وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول .
کابل _ باختردثور اوولسمه :
دوه تنه وسله وال طالبان له سيمه ئيزو پوليسو سره په جګړه کې ووژل شول .
دفراه دوالي ويندوى عبدالرحمن ژوندى باختراژانس ته وويل، دغه جګړه پرون دفراه ولايت دخاک سفيد ولسوالۍ په خوست کلي کې ونښته . چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول ،اووسلې اومهمات يې هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .