امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان په فراه کې ووژل شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٥
دوه تنه وسله وال طالبان تېره شپه په فراه کې د پوليسو له ځواکونو سره نښته کې ووژل شول .
دفراه ولايت د پشت رود ولسوال غوث الدين د باختر آژانس خبريال ته وويل: يوې ډلې وسله والوطالبانو تېره شپه ددغه ولايت د پشت رود ولسوالۍ د چاردرې په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو د ځواکونو په امنيتي پوستې بريد وکړ چې دپوليسو دځواکونو د مقاومت له امله دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دولسوال دڅرګندونو له مخې: په دې نښته کې درې تنه نور طالبان ټپيان شوي دي.
په دې پيښۀ کې د پوليسو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته