دوه تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې ووژل شول
کابل – باختر دتلې ٢٤
دفراه ولايت په بالا بلوک ولسوالۍکې نن دوه تنه وسله وال طالبان دپوليسو له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
دفراه ولايت دامنيتې قوماندانى د امنيت آمر محمدغوث مليار باختر آژانس ته وويل: دغه جګړه هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو دفراه – فرارود په عمومي واټ کې پيردنبال په ساحه کې دپوليسو پرګزمې بريد وکړ.
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دې نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او ديرغلګرو يوه پيکا ماشينگڼه هم دپوليسو لاس ته ورغلى ده او دپوليسو ځواکونو ته زيان نه دې اوښتې.